یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ولسمشر مرستیال وایي، د ملي مصالحې عالي شورا طرحه د ولسمشر...

د ولسمشر مرستیال وایي، د ملي مصالحې عالي شورا طرحه د ولسمشر غنی طرحې ته سپکاوی ده

ویب ډیسک
د ولسمشر مرستیال وایي، د ملي مصالحې عالي شورا طرحه د ولسمشر غنی طرحې ته سپکاوی دی او د جمهوریت په جبهه کې د اختلاف ښکاروندويي کوی.

سرور دانش پرخپله فېسبوک پاڼه لیکلي،د دې طرحې محور د خلیلزاد پر طرحه راڅرخي او مصالحې شورا د خلیلزاد په طرحه کې له تعدیل او صلاحاتو پرته هیڅ نوښت نه دی کړی.

دانش وایي، په دې طرحه کې یوازې د یوه ګوند لیدلوري منعکس شوی،ځکه په وینایې صدارتي نظام یوازې د یوه حزب غوښتنه ده، چې د ټولو لوریو استازیتوب نه کوي.

سرور دانش وایي، دغه طرحه په حقیقت کې د دوو قومونو ترمنځ د قدرت ویش دی،چې په وینایې یوقوم یې د ولسمشرۍ او بل یې د صدارت حقدار بللی دی.
دانش ویلي، یو منتخب ولسمشر چې هر قوم ته منسوب وی، باید د یوې میرمنې په ګډون څلور مرستیالان ولري او ښځینه مرستیاله یې باید د ولسمشر له قوم پرته د نورو څلورو قومونو سره تړاو ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه