ویب ډیسک
زلمي خلیلزاد ویلي، کابل کې یې د دوه ورځني سفر پرمهال، له افغان سیاسیونو سره په کتنه کې ډاډ ترلاسه کړی، چې سیاسي توافق او دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره به د سولې له هڅو ملاتړ کوي او د سولې په اړه په راتلونکو جوړېدونکو ناستو کې به برخه اخلي.
خلیلزاد وایي، همدا شان د مدني ټولنې له غړو سره په کتنه کې د روان کړکیچ پر ژر ختمېدو او اوربند په رامنځ ته کېدو ټینګار وشو.


