ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د لویې څارنوالۍ ادارې رهبري پلاوي سره غونډه کې، د دغې ادارې د اجرااتو او کړنو راپور واورېد.
په دغه غونډه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، د لوی څارنوالۍ یو شمېر مسوولینو د قضایاو د تعقیب، عسکري چارو، د داخلي او بهرني امنیت جرمونو سره د مبارزې، اداري فساد او د اداري فساد درندو جرمونو سره د مبارزې او کنټرول او مراقبت په برخو کې د خپلو اجرااتو او کړنو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.
جمهوررئیس غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته د لویې څارنوالۍ اداره کې د فساد پر مخنیوي ټینګار وکړ وې ویل، د عدالت دستګاه د افغانستان راتلونکی تامینوي او د عدالت له فعالې دستګاه پرته، د عدالت د ارزښت ځنځیر نشي رامنځته کېدای.
جمهوررئیس د لویې څارنوالۍ رهبري پلاوي ته په خطاب کې وویل، په دغه اداره کې د فساد شکایتونه موجود دي او د حل لپاره یې خپله اصلاحي طرحه د واضح حللارو په یادولو سره تر درې ورځو د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړئ.


