ویب ډیسک
د مېرمنو د کمېسیون دویمه ناسته د ملي مصالحې عالي شورا د مېرمنو او بشري حقونو د مرستیالې انجنیر زهره مطهر په ریاست نن سې شنبه د ( کب ۲۶ نېټه) په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
پدې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا د مېرمنو او بشر حقونو مرستیالې مېرمن زهره مطهر د ملي مصالحې عالي شورا د رییس پېغام چې د سولې په پروسه کې د مېرمنو د نظرونو راټولول او ور ګډول دي د غونډې ګډونوالو ته ورساوه او زیاته یې کړه، په تېرو دوه لسیزو کې مېرمنو ډېره قرباني ورکړې، د سولې په خبرو کې به یې غږ او غوښتنې په جدي ډول اورېدل کیږي.
ورپسې د ملي مصالحې عالي شورا د مېرمنو د کمېسیون رییسې مېرمن ګل مکۍ صافۍ د مېرمنو کمېسیون د راپور په وړاندې کولو زیاته کړه، د دې کمېسیون د کاري کمېټو په جوړولو کار جریان لري او په نږدې راتلونکې کې به کار فعالیت پیل کړي.
ورپسې د ناستې ګډونوالو د نوي حکومت د جوړېدو په تړاو د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې شوې طرحه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دا طرحه مثبتې او منفي نقطې لري، چې باید مثبتې نقطې یې تقویه او منفي ته یې بدیل پیدا شي.
ورپسې د ملګرو ملتونو استازي ژمنه وکړه، چې د ملي مصالحې عالي شورا د مېرمنو کمېسیون سره به تخنیکي او مالي مرسته وکړي، ترڅو د سولې په خبرو اترو کې د مېرمنو رول غښتلی او جدي کړي.


