یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملي مصالحې عالي شورا رییس د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو...

د ملي مصالحې عالي شورا رییس د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته ورسیدل

ویب ډیسک

سپېدار ـ کابل: د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عیدالله د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د ترویکا د غړو هېوادونو په نوښت جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون لپاره فدراتیف روسیې ته ورسیدل.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د فدراتیف روسیې په رسمي بلنه د افغان سولې څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ ګډون او خبرې کوي.

د افغان سولې په تړاو د مسکو کنفرانس د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۸ نېټه د ترویکا غړو هېوادنو له خوا په مسکو کې د پدراتیف روسیې په کوربتوب جوړیږي.

پدې یو ورځني کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوریت رهبران او استازي او د طالبانو د تحریک استازي ګډون کوي، چې د سولې خبرو اترو په چټکېدو، د دوحیې د خبرو اترو پر تقویت، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک، په خپل ځان بسیا او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان به بحث او د نظرونو تبادله وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس مسکو ته له سفر وړاندې د افغان سولې له هڅو څخه د ملاتړ په برخه کې د مسکو ناست او د افغان سولې د ټنګښت په برخه کې د فدراتیف روسیې او د سیمي هېوادونو رول مهم یاد کړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په دوام وویل: د مسکو ناسته په دوحه کې د سولې خبرو اترو څخه د ملاتړ او د ترکیې ناستې ته د زمینه سازۍ په موخه جوړیږي، افغانستان د ترویکا غړو هېوادونو له خوا په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې له همکارۍ هرکلی کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه