دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ ورځې په ویاړ ۱۲ تنو...

د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ ورځې په ویاړ ۱۲ تنو ته دولتي مډالونه ورکړل شول

ویب ډیسک

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ ورځې په ویاړ ۱۲ تنو ته د لرغونو اثارو او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د غوره خدمتونو د قدرونې په موخه دولتي مډالونه ورکړل.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل، افغانستان له ملموسو او غیرملموسو فرهنګي میراثونو څخه ډک هیواد دی، خو په تېرو څلوېښتو کالو کې د ملي موزیم په ګډون زموږ تاریخي او فرهنګي میراثونو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

نوموړي د فرهنګي میراثونو بیارغاونې او ساتنې ته د جمهوررئیس له پاملرنې څخه په مننې وویل، په ۱۴۰۰ کال کې به هغو تاریخي میراثونو ته چې لا پام نه دی ورته شوی، اساسي توجه وشي او د جمهوررئیس په ملاتړ به زموږ فرهنګي میراثونه لا ډېر خوندي شي.

په فرهنګي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اسدالله غضنفر د فرمان له لوستلو وروسته جمهوررئیس روښان ولسمل، اجمل وهاب میوندي، ډاکتر عبدالواسع نجیمي او انجنیر محمود جان دوست ته د غازي وزیرمحمد اکبرخان او ډاکتر ارش بوستاني، محمدامان الله یار، محمداکبر غرزي، کتاب خان فیضي، احمدظاهر، سلطان مسعود، رفیع الله عزیزي او محمد داود صادق ته د میوند فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه ورکړل.

جمهوررئیس غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د ځمکې پرمخ داسې قدرت نشته چې زموږ فرهنګ محوه کړي، موږ د تمدنونو مرکز، د اسیا او د اساسي تمدني بحثونو څلور لاره و او بیا کېږو. موږ د فرهنګونو د توحید مرکز هم و.

جمهوررئیس وویل، موږ لا خپله لسمه برخه فرهنګي او تاریخي اثار هم نه دي پېژندلي او په دې برخه کې د اساسي څېړنو اړتیا ده. موږ باید خپله تمدني نقشه جوړه، له تمدني پلوه خپل ځان تشخیص او له یوې نوې زاویې څخه فرهنګي اثارو ته وګورو.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ باید خپل فکري اثار په ښوونځیو کې خصوصا ماشومانو ته د لمس او فهم وړ وګرځوو او خپل فکري اثار په اساسي توګه درک کړو. هغه زیاته کړه، ګڼې تاریخي ماڼۍ او ودانۍ بیارغاول شوي او د زابل، ګردېز او غزني بالاحصارونه به هم په اساسي توګه ورغاول شي.

جمهوررئیس وویل، د تلپاتې سولې راتګ سره به په هیواد کې ګرځندوی صنعت بدلون او وده وکړي. هغه زیاته کړه، سږکال به د ډیجیټل کېدو په برخه کې اساسي ګامونه واخیستل شي چې فرهنګي برخه هم په کې شامله ده.

محمداشرف غني وویل، مولانا، البیروني او زموږ نور شخصیتونه د یو تمدن، فکري فضا او ماحول محصول و، له اطلاعاتو فرهنګ وزارت او پوهنتونونو څخه مې غوښتنه دا ده چې هغسې فکري فضا بېرته را ژوندۍ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه