ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد رئیس په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې د عامه او خصوصي مشارکت پروژو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه وویل، په دغو پروژو کې د مساپرو لپاره د نوي بین المللي او کارګو ترمینلونو، د صادراتو پروسس زون ساحې ایجاد او پنځه ستوزیر هوټل جوړول شامل دي او په دغو څلورو پروژو په ټولیزه توګه خصوصي سکتور ۴۱۴ میلیون ډالره پانګونه کوي.
هغه زیاته کړه،۲۰ زرو تنو ته په مستقیمه او غېرمستقیمه توګه د کار زمینه برابرېږي او همداراز په کلني ډول دولت ته ۴۹،۲ میلیون ډالره مالیه ورکول کېږي چې د هیواد د اقتصادي ودې او هوساینې لامل ګرځي.
جمهوررئیس غني د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو ورسته په حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر کې د عامه او خصوصي مشارکت پروژې طرحه په پرنسیب کې تایید کړه.
جمهوررئیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد ته دنده وسپارله چې د ملکي هوايي چلند او نورو اړوند ادارو په همکارۍ دې د قرارداد څرنګوالی، شېوه او اعلان ته سپارل، د پروژې مدیریت، د ډیزاین ظرفیت او د یادو پروژو څارنه بیا وارزوي او راپور دې د اقتصادي عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.
همداراز د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو او د افغانستان بانک ته دنده وسپارل شوه چې د هیواد د صادراتو پروسس زون قانون ترتیب او پړاوونه دې بشپړ کړي.
په همدې ترتیب جمهوررئیس د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد او د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې د ټولو بین المللي هوايي ډګرونو لپاره د صادراتو د پروسس طرحه ترتیب کړي.
وروسته د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد رئیس، د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
نوموړي زیاته کړه، په دغه کمپلکس خصوصي سکتور د ۳۲ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او ۱۰ زره پنځه سوو کسانو ته به په مستقیم او غېر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
جمهوررئیس غني د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس جوړولو طره په پرنسیب کې تایید او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا واحد ته یې دنده وسپارله چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت، کابل ښاروالۍ، ملي بانک او اړوندو ادارو سره په همکارۍ دې د ځمکې د بیې د دقیق تشخیص، د قرارداد د عقد او پروژو د مدیریت څرنګوالي په اړه واضح کړنلاره ترتیب او د اقتصادي عالي شورا یوې غونډې ته دې وړاندې کړي.
همداراز غونډې پرېکړه وکړه هغه شرکت چې بین المللي جواز لري، د هغه معیاري ډیزاین تکمیل او د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره دې ترتیب او د اوبو ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د افغانستان بانک سرپرست د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د ملاتړ طرزالعمل وړاندې کړ. وې ویل دغه طرزالعمل د مالي او پولي ملاتړ، د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو په برخه کې له ښځینه متشبثینو د ملاتړ د زیاتوالي، د فوري ملاتړ په ډاګه کولو او اوږدمهالو بنسټونو د جوړښت اساس په موخه په څلورو څپرکو او ۲۳ مادو کې ترتیب شوی دی.
اقتصادي عالي شورا، د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د ملاتړ طرزالعمل په پرنسیب کې تایید او د افغانستان بانک ته دنده وسپارله د هغو کوچنیو او متوسطو متشبثینو چې د کرونا په دوره کې یې مالي زیان لیدلی واضح طبقه بندي ترسره او همداراز دې د ولایتونو په پام کې نیولو سره د مالي مرستو مدیریت د څرنګوالي طرزالعمل، ترتیب او عملي کړي.
د هیواد جمهوررئیس ماليې وزارت ته دنده وسپارله چې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د ملاتړ په موخه د اړتیا وړ بودجه د مالي کال په وسط کې په پام کې ونیسي.


