د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد کې د روان کال د لومړيو پنځو مياشتو پر مهال د جنسي تېريو او تښتونو لږ تر لږه ۴۳۲ قضيې ثبت شوې دي. دا خبره د پاکستان ورځپاڼې ډان په خپل تازه راپور کې کړې ده.
د راپور له مخې، له دغو قضيو څخه ۵۵ د جنسي تېريو او ۳۷۷ د تښتونو اړوند دي. د جنسي تېريو تر ټولو ډېرې ۱۵ پېښې د سوان سيمې په حوزه کې ثبت شوې دي، ورپسې صدر زون کې ۱۳، کليوالي زون کې ۱۲، صنعتي سيمه کې ۹ او ښار زون کې ۶ پېښې ثبت شوې دي.
ورځپاڼه ليکي چې د تښتونو له ۳۷۷ قضيو څخه ۹۹ په صدر زون، ۸۹ په سوان زون، ۷۶ په کليوالي زون، ۴۴ په ښار زون او ۲۹ په صنعتي سيمه کې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د فبرورۍ پر ۲۸مه د پنډوريان په سيمه کې درې کسانو پر يوه هلک جنسي تېری کړی او د پېښې ويډيو يې هم ثبت کړې وه. همداراز د مارچ پر ۱۹مه د آی–۱۶ په سيمه کې پر يوې نجلۍ د پنځو کسانو له خوا ډلهييز جنسي تېری شوی او د مارچ پر ۳۱مه په سهاله کې درې کسانو پر يو هلک ورته جرم ترسره کړی دی.
د جزا قانون د اړوندو مادو له مخې، پوليسو د جنسي تېريو ګڼې نورې قضيې هم ثبت کړې دي چې قربانيان يې نجونې، ښځې او هلکان دي. د دغو پېښو له ډلې يوه کې يو ۱۵ کلن هلک د اپرېل پر ۱۵مه د وسلو په زور د دوو کسانو له خوا تر جنسي تېري لاندې راغلی و.
راپور زياتوي چې د تښتونې او په پټه د بندي کولو په نيت د انسان د وړلو اړوند ۶۹ قضيې ثبت شوې دي چې پکې ۶۴ نارينه او پنځه ښځې قربانيان دي. د مې پر ۴مه يو سړی د اسلاماباد د اېف–۶/۱ سيمې له خپل کور څخه وتښتول شو او جسد يې بله ورځ د خېبر پښتونخوا د مردان ولسوالۍ کې وموندل شو.
د ډان ورځپاڼې په وينا، د دغو لوړو شمېرو په اړه د اسلاماباد پوليسو له پرلهپسې پوښتنو سره سره رسمي څرګندونې نه دي کړې.


