ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې، ډاکتر زلمي خلیلزاد د وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې.


