ويب ډیسک
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۲۳ طالبان ووژل شول او ۱۲۶ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۲۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لوګر، غزني، مېدان وردګ، کندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فراه، جوزجان، تخار او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


