پولې خبریالانو له هاګ محکمې غوښتي څو په افغانستان کې پر خبریالانو د هدفي بریدونو او وژنو قضیې وڅېړي.

0
87

ویب ډیسک
د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان له هاګ محکمې غوښتي څو په افغانستان کې پر خبریالانو د هدفي بریدونو او وژنو قضیې وڅېړي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې د هغو خبریالانو دوسیې سپارلې چې روان کال په افغانستان کې وژل شوي دي.

د سرچینې په خبره روان کال ۱۱ خبریالان او د رسنیو مالکان په افغانستان کې د رسنیز فعالیت له امله وژل شوي دي او دوی ددې قضیو د پلټلو غوښتنه کوي.

سرله دې، چې د خبریالانو په وژلو کې طالبانو خپل لاس لرل رد کړي، خو د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان ادعا کړې، چې دوی ددې قضیو په اړه کره اسناد لري چې دغه کسان د طالبانو او په دوی پورې د اړوندو ګروپونو له لوري وژل شوي دي.