ویب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړپوړي پلاوي سره د مفصلو خبرو اترو وروسته، په هاګ کې نړیوالې جنايي محکمې (آى سي سي) څارنوالۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، جنګي جنايتونو ته د رسیدګې او د جګړې قربانیانو ته د عدالت په تأمینولو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د حکومت له ژمنو او کړنو څخه ستاینه وکړه.
د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالې ميرمن فاتو بنسودا او د هغې همکارانو د می په ١٦ مه، په هاګ کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر په مشرۍ، د عدلیې وزیر ښاغلي فضل احمد معنوي، د لوی څارنوالۍ سرپرست ښاغلي ذبیح الله کلیم او د حکومت د یو شمیر لوړ پوړو غړو او د قضایی، عدلي او امنیتي بنسټونو کارپوهانو په ګډون، د افغانستان اسلامي جمهوریت له پلاوي سره په افغانستان کې د جنګي جنایاتو او د بشریت ضد جرمونو په اړه خبرې وکړې.
د هاګ محکمې څارنوالۍ د خپلې اعلامیې په ترڅ کې چې نن د يکشنبې په ورځ خپره شوه، وویله: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې سره په نږدې همکارۍ کې جنایتونو ته د رسیدګۍ او په افغانستان کې د قربانیانو لپاره د عدالت د تأمين په برخه کې د افغانستان لخوا د ترسره شوې ژمنې او اقداماتو ستاینه کوو.”
نړیوالې جنايي محکمې ته د افغانستان لوړپوړي پلاوي لخوا د وړاندې شوي وهراړخیزو معلوماتو په اړه چې په اساس یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د ځینو قضیو د راجع کولو غوښتنه شوې وه، د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالې وويله: “د غونډې په ترڅ کې د افغانستان لخوا وړاندې شوي معلومات به له يادې څارنوالۍ سره مرسته وکړي ترڅو د افغانستان حکومت لخوا د قضیو راجع کولو غوښتنې ته د ١٨ (٢) مادې سره سم په خپلواکه توګه وڅیړي.”
همداراز، ميرمن بنسودا د افغانستان له لوړپوړي پلاوي سره خبرې رغنده وبللې او وویل: “لکه څنګه چې موږ د عدالت د غوره کولو لپاره د خپلو ګډو وجایبو او مسؤلیتونو په بشپړ ژمنتیا سره د روم د اساسنامې په چوکاټ کې کار کوو، زه هيله لرم چې د افغانستان له حکومت سره رغنده خبرې به همداسې لکه څنګه چې موږ نن درلودلې، دوام وکړي.”
د نړیوالې جنايي محکمې لخوا په دغه خپره شوې اعلامیه کې، څارنوالې بنسودا او د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر، د قربانيمحوره چلند په اهمیت باندې په ټینګار سره، ژمنه وکړه چې “د افغانستان د خلکو لپاره د عدالت تأمین په برخه کې د ناوړه جرمونو مرتکبینو ته د جزا ورکولو لپاره به همکاري وکړي.”
د هېواد بهرنیو چارو وزیر د څارنوالې بنسودا له غوره ژمنتيا او افغان پلاوي ته د نړیوالې جنايي محکمې لخوا د تود هرکلي له امله د خپلې خوښې په څرګندولو سره وویل: “د افغانستان په دې مهم پړاو کې، موږ د راتلونکي مسیر په ټاکلو او ټولو سرغړوونکو ته د جزا ورکولو په موخه ډاډ ترلاسه کړی او مهمې لاس ته راوړنې مو دراودلي دي. موږ ډاډمن یو چې د بشري حقونو او عدالت لپاره زموږ د حکومت کلک هوډ سره کولی شو چې له څارنوال سره په نيږدې همکارۍ د اوږدې او ویجاړونکې جګړې ټولو قربانیانو لپاره د عدالت لامل وړاندې کړو.”
ښاغلي ذبیح الله کلیم، د افغانستان د اسلامي جمهوریت [سرپرست] لوی څارنوال هم وویل چې موږ له نړیوالې جنايي محکمې سره مثبتو خبرو او همکاریو ته سترګې په لار یو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې [په افغانستان کې] هيڅ کوم نړيوال جنایت، د جزا پرته پاتې نشي.


