یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني بدخشان کېد وروستیو لاریونونو په تاوتریخوالي اړولو د دقیقې او...

اشرف غني بدخشان کېد وروستیو لاریونونو په تاوتریخوالي اړولو د دقیقې او هراړخیزې ارزونې په موخه پلاوی موظف کړ

ویب ډیسک
جمهوررئیس محمداشرف غني د یو حکم لمخې په بدخشان ولایت کې د وروستیو لاریونونو په تاوتریخوالي اړولو د دقیقې او هراړخیزې ارزونې په موخه پلاوی موظف کړ.

د دغه حکم پر بنسټ یاد پلاوی د جمهوري ریاست د سلاکار عبدلودود ثابت په مشرۍ د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او ملي امنیت شورا دفتر د باصلاحیته استازو، په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي احمدضیا یفتلي، د سرحدي امنیت موظف کمېسیون غړي ډګر جنرال صبغت الله سایق او د کورنیو چارو او ملي امنیت لوی ریاست د باصلاحیه استازو په ترکیب، موظف شوی دی.

پلاوي ته دنده سپارل شوې چې رامنځته شوې ستونزه او د خلکو ننګونې په ژوره توګه وڅېړي او ژر دې خپلې موندنې او حللارې د ملي امنیت شورا دفتر له لارې وړاندې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه