ویب ډیسک
د اندونیزیا د ژغورنې ملي ادارې ویلي، چې ۴ تنه وژل شوي، ۳۰ نادرکه او ۳۱ نور ژغورل شوي دي.
ژغورنې ادارې ویلي، چې د لادرکه کسانو د موندلو عملیات روان دي، خو چټک بادونه او سمندري څپو دا ماموریت له خنډ سره مخ کړی.
د معلوماتو له مخې، یاده بېړۍ د چهارشنبې ماښام ناوخته له بانیووانګي بندره د بالي ټاپو پر لور خوځېدلې وه، خو تر تګ شاوخوا نیم ساعت وروسته ډوبه شوې ده.
دغې بېړۍ ۵۳ مسافر، ۱۲ عمله او ۲۲ وسایط لېږدول.
تر دې دمه د مسافرو د تابعیت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو د اندونیزیايي رسنۍ وايي، هېڅ بهرنی وګړی بېړۍ کې نه و.
اندونیزیا چې له ۱۷ زرو زیات ټاپوګان لري، بېړۍ کې يې سفر عام دی، خو هلته د خوندیتوب کمزوري معیارونه، د بېړیو زیات بار او د ژغورنې ناکافي وسایل، ډېر وخت د دا ډول مرګونو پېښو لامل ګرځي.
# #Indonesia #IslandofBali


