ویب ډیسک
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي د روسيې له سفير، دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د روسيې سفیر په دغه کتنه کې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې روسيه اسلامي امارت په رسمیت پېژني.
ښاغلي سفیر د دغې پرېکړې ارزښت یاد کړ او دا یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې د دغې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوی پړاو وباله
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز سره په خبرو په مهال دا ومنله چې روسیې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی او دا یې غوره ګام بللی دی.
هغه له نورو هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د اړیکو په تامینولو کې خپل مکلفیت ترسره کړي.


