ویب ډیسک
جمهور رئیس محمداشرف غني تېر ماښام د هیواد د سیاسي ګوندونو له رئیسانو او استازو سره د ماښام لمونځ ادا او د روژه ماتي په میلمستیا کې یې ورسره له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل په اړه خبرې وکړې.
د دغې کتنې په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس خبرې وکړې، وروسته د سیاسي ګوندونو یو شمېر رئیسانو د بین المللي ځواکونو د وتلو او د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، په سوله کې د ښځو د نقش او په ټولو محورونو کې د سیاسي ګوندونو د رول لوړولو په موخه د حکومت د همکارۍ په هکله د سیاسي ګوندونو د رول په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د نوي چاپېریال ایجاد ته په اشارې وویل، د ګواښونو په پرتله فرصتونه په مراتبو زیات دي او له دوو لسیزو وروسته د پیاوړي ملي حاکمیت پر لور ځو.
جمهوررئیس زیاته کړه: کلیدي ټکی دادی چې باید ملي اجماع ته ورسېږو او په سیمه ییزه او بین المللي سطحه د افغانستان بې طرفي وساتل شي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې له ګوندونو سره د مشورې پر دوام ټینګار وکړ وې ویل، اوس د قربانۍ وخت دی او د ښځو او ځوانانو له حضور پرته ملي اجماع نشي رامنځته کېدای.


