دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل او فاریاب کې له دوه خونړیو پېښو چې موخه یې لمونځ...

کابل او فاریاب کې له دوه خونړیو پېښو چې موخه یې لمونځ کوونکي وو، مخنیوی شوی

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزارت په وینا ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په کابل او فاریاب ولایتونو کې دوه کړۍ ماینونه چې موخه یې د تراوېح لمونځ کوونکي وو، کشف او شنډ کړي دي.

طالبانو تېره شپه د کابل ښار د اتمې ناحیې د شاه‌شهید سیمې په درېیم سړک کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې د یادې سیمې لمونځ کوونکي په نښه کړي، چې د ملي پولیسو له لوري پر وخت کشف او شنډ شوی دی.

بلخوا؛ ملي اردو او ملي پولیسو هم تېره شپه د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین چې موخه یې یې د تراوېح لمونځ کوونکي وو او په جومات کې یې دننه ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړی دی.
خو طالبانو تر اوسه په دې اده څه نه دی ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه