دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدجمرود کلا او د جمرود جګړه

دجمرود کلا او د جمرود جګړه

لیک: ډاکټر لطیف یاد

د جمرود په دشت کې ناست یم
د خیبر درې ته گورم
دا عزت د پښتنو دی
دغه خاوره د افغان ده

جمرود دپښتونخوا دمرکزپېښور په لویدیز کې دخیبر دتاریخي درې په خوله کې پروت دی. سکهانو په ۱۸۳۶ زیږدیز کال کې جمرود دسردار هری سینګ نالوه په مشرۍ چې دسکهانو دپوخ یو پیاوړی جنرال او کمانډر و ونیوه.وروسته په همدې کال کې سردار هری سینګ دا پرېکړه وکړه چې دلته به یوه پوځي کلا ( قلعه) جوړوي چې ده دغه کلا په ۵۴ ورځوکې بشپړه کړه او دخپلې دغې سوبې ( فتحې ) په ویا ړ یې پر دغې کلا دفتح ګړ نوم کیښود چې وروسته بیا دغه کلا دجمرود پر کلا مشهوره شوه.

په همدې وخت کې امیردوست محمد خان دافغانستان امیر خپل ورور نواب عبدالجبارخان ، دسردار محمد افضل خان زامنو او خپل زوي امیر محمد اکبرخان ته حکم وکړ چې دجمرود پر کلا برید وکړي او کابل ته دسکهانودپوځونو دوړاندې تګ مخه ونیسي. ددغه افغاني پوځ مشري دامیر دوست محمد خان دورور نواب عبدالجبارخان په لاس کې وه.افغاني پوځ د۱۸۳۷ کال داپریل په میاشت کې جمرود ته ورسید او د۱۸۳۷ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په ۳۰ نېټه دافغاني ځواکونو او سردار هري سینګ تر مینځ جګړه وشوه چې په پایله کې سردار هري سینګ نواب عبدالجبارخان او دمحمد افضل خان زامنو ته ماتې ورکړه.په دغه وخت کې سردار وزیر محمد اکبرخان افغاني احساسات راوپاریدل او دسکهانو دپوځ پرزړه یې برید وکړ او سردار هری سینګ یې له خپله اسه لاندې ګوزار کړ او افغاني پوځونو دسکهانو پر پوځ بری وموند اوسکهان پيښورته وتښتېد ل او دجمرود کلا دوزیر محمد اکبرخان او افغاني ځواکونو لاس ته ورغله.

باید ووایو چې دجمرود جګړې دولس ورځې دوام وکړ او که چیرې په هغه وخت کې افغاني ځواکونو دپيښور پر بالا حصاربرید کړی وای نو دغه کلااو پيښور به یې هم له سکهانو نیولې واي ، خوله بده مرغه دامیردوست محمد خان ورور نواب عبدالجبارخان کابل ته دافغاني پوځونو دبیرته تګ امر ورکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه