ویب ډیسک
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو لس کسیزه ډله د توغندي ګولۍ د چاودنې له امله هلاک او ټپيان شوي دي.
یادو ترهګرو غوښتل چې د دایمیرداد ولسوالۍ په داداخېل کلي کې په یوه دیني مدرسه کې ترورېستي برید طرحه او سازماندهي کړي، چې د برید د طرحې پر مهال د توغندي یو ډز ګولۍ چاودلې او په پایله کې یې پینځه ترهګر وژل شوي او پینځه نور ټپیان شوي دي.


