دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپزشکیان : ایران به هېڅکله هم د تېري پر وړاندې چوپ پاتې...

پزشکیان : ایران به هېڅکله هم د تېري پر وړاندې چوپ پاتې نه شي

ويب ډيسک

ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژنې وروسته د فرانسې ولسمشر ته ویلي چې هېواد یې هېڅکله هم د تېري پر وړاندې چوپ پاتېدای نه شي.

ایراني رسنیو چهارشنبه د اګست پر ۷مه راپور ورکړی چې پزشکیان د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره تیلیفوني خبرې کړې دي.

پزشکیان ویلي: «لویدیځ دې اسرائیل اړ کړي چې په غزه کې اوربند وکړي.»

ایراني ولسمشر ټينګار کړی که امریکا او لویدیځ په سیمه کې د کړکېچ کمېدل غواړي په خبره یې، اسرائیل دې په غزه کې د نسل وژنې ختمېدو او اوربند ته اړ کړي.

بل پلو، فرانسوي ولسمشر خپل ایراني سیال ته یادونه کړې چې تهران دې په سیمه کې د کړکېچ مخه ونیسي او د غچ‌اخیستنې کړۍ دې پای ته ورسوي.

د یادونې ده چې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د ایران مذهبي مشر پر اسرائیلو د مخامخ برید امر کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه