دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران وايي :ټول غیرقانوني کډوال باید د روان کال تر پایه د...

ایران وايي :ټول غیرقانوني کډوال باید د روان کال تر پایه د ایران خاوره پرېږدي.

ويب ډيسک

د ایران د عمومي انتظامې قومندان وايي، ټول غیرقانوني کډوال باید د روان کال تر پایه د ایران خاوره پرېږدي.

احمد رضا رادان نن چهارشنبې د اګست ۷مه خبریالانو ته ویلي: “ټول پروګرامونه او پالیسۍ د غیرقانوني کډوالو د ستنېدو پر بنسټ دي.”

هغه وايي، غیرقانوني کډوال نه‌شي کولی اربعین ته سفر وکړي او که چېرته د ایران د سرحدنو په لور لاړ شي، وبه نیول شي او د کډوالو کمپونو ته به ستانه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې اوونیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند راپورونه ورکول کېږي.

په هغوو ویډیوګانو کې چې پر ټولنیز رسنیو خپرې شوي، ښکاري چې افغان کډوال په عامه ځایونو کې د خلکو او پولیسو له‌خوا وهل ټکول، توهین او تحقیرېږي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال وايي، تراوسه د طالبانو حکومت او د کډوالو اړونده نورو نړیوالو سازمانونو په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو سره د ایرانیانو د بد چلند د مخنیوي په اړه څه اقدامات نه دي کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه