ويب ډیسک
په نایجریا کې پولیس او سیمه ایز چارواکي وایي د دې هیواد په مرکزي برخه کې سه شنبه جون ۱۳ (غبرګولي۲۳) یوه کښتۍ چې د واده څخه بیرته راستنیدونکي کورنۍ پکې سپرې وې په سیند کې چپه شوې او څه باندې سل تنه پکې مړه شویدي.
د پولیسو مشر اوکسانمي اجیي د فرانس پریس خبري اژآنس ته وویل چې تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړي موندل شوي او تر سلو ډیر ژوندي ژغورل شویدي.
ښاغلي اجیي زیاته کړه چې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښایي د مړو شویو کسانو شمیر لوړ شي.
تر اوسه نده معلومه چې پدې کښتۍ کې څومره کسان سپاره و خو دا ډول پیښې په نایجریا کې وخت ناوخته کیږي.
تیره میاشت هم ۱۵ ماشومان هغه وخت ډوب شول او ۲۵ نور بې درکه شول چې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې یوه کښتۍ چې د اندازې نه ډیر کسان پکې سپاره و، په سیند کې چپه شوه.
�تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم د نایجریا د انامبرا په ایالت کې د یوې کښتۍ ډوبیدو په پیښه کې ۷۶ تنه په اوبو کې ډوب او مړه شول.


