دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهصوابۍ جرګه : دولت دې د افغان کډوالو کمپونه خالي کړي

صوابۍ جرګه : دولت دې د افغان کډوالو کمپونه خالي کړي

ويب ډیسک

د خیبرپښتونخوا د صوابۍ سیمې ځایي جرګې د پاکستان حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړی چې په ګواټۍ او ګنداو کې د افغانانو کمپونه خالي کړي.

د جرګې غړو ګواښ کړی که حکومت په دې اړه اقدام ونه کړي، د وروسته هر ډول بدو پېښو مسؤلیت به یې پر غاړه وي.

د دې جرګې غړو ویلي دا کمپونه په ۱۹۷۹ کال کې، افغانستان کې د جهاد د دورې پر وخت افغانانو ته جوړ شوي، خو مېشت افغانان اوس د ځايي خلکو پر ځمکو پخې ودانۍ جوړوي.
د غفور جدون په نوم د جرګې یو ګډونوال ادعا کړې چې په کمپونو کې مېشتو افغانانو کاروبار پيل کړی او د ځمکې له غاصبینو سره یې لاس یو کړی دی.

هغه زیاته کړې، له دې امله جرمونه هم زیات شوي او د شخصي ځمکو خاوندان په دې خاطر د خپلو ځمکو لیدلو لپاره نه شي تللی چې د کمپ مېشتو افغانانو له لوري رټل کېږي.

پاکستان کې د افغانانو کمپونو پر افغانستان د شوروي اتحاد د برید پر وخت رامنځته شوي ؤ، خو د جمهوري نظام له راتګ وروسته هم دا کمپونه وساتل شول او ویل کېږي چې زیاتر ت.الب جنګیالیو د تېرو شلو کالو په موده کې همدې کمپونو کې ژوند کاوه.

#AfghanRefugees #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه