ويب ډیسک
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وایي، هېواد یې د لا زیاتو افغانانو د منلو ژمنه کوي.
هغه دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ هغه مهال کړي چې د افغان کډوالو د ملاتړ تړون یې تر ۲۰۲۴ کاله پورې له “افغان اېواک AfghanEvac” ائتلاف سره نوی کړ.
د انتوني بلينکن په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ٩٧ زره افغانان امريکا ته لېږدول شوي دي چې دا لړۍ به دوام وکړي.
بله خوا د افغان اېواک ائتلاف بنسټ ایښودونکي شان وانډیور ویلي، اړتیا ده افغان متحدینو سره ډېره او چټکه مرسته وشي.
هغه پر چارواکو غږ کړی چې باید کډوالو ته د ویزو ورکولو لړۍ نوره هم ګړندۍ کړي او لا زیاتې سرچیني د دې لپاره وکاروي چې نوي منل شويو افغانانو ته استوګنځایونه برابر شي.
د افغان اېواک ایتلاف کې شاوخوا ۱۰۰ نادولتي سازمانونه شامل دي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د افغانانو ویستلو او بیا مېشته کولو لړۍ کې مهم رول لوبوي.
#AfghanRefugees #USA #Afghanistan


