ويب ډیسک
ګلبدین حکمتیار وايي ولسمشر غني د انتقالي حکومت جوړېدو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
حکمتیار کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال پر ولسمشر غني نیوکه وکړه، چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د انتقالي حکومت جوړېدو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
نوموړی وایي چې ولسمشر غني د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي په حضور کې ژمنه کړې وه چې د جنګ د پای ته رسولو لپاره به لنډمهاله انتقالي حکومت جوړوي، خو دا کار یې تر اوسه نه دی کړی.
د حزب اسلامي مشر همداراز وویل، چې یوشمېر سفارتونه د طالبانو خلاف جبهې جوړولو برخه کې خلک په وسلو سمبالوي او دا غوښتنه د حزب اسلامي له غړو هم شوې ده، چې د دوی له خوا رد شوې.


