ويب ډیسک
په سوریه کې د ټاکنو تر اعلان وروسته د دغه هېواد ولسمشر بشار الاسد یو ځل بیا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ اعلان کړی چې بشار اسد په ترسره شوو ټاکنو کې ۹۵ سلنه رایې تر لاسه کړې دي. د هغه دوو سیالانو محمود مرعي او عبدالله سلوم تر ټولو کمې رایې خپلې کړې دي.
د سوریې هېواد پارلمان اعلان کړی چې په ترسره شوو ټاکنو کې ۱۴ میلیونه په شرایطو برابرو کسانو ګډون کړی و.
په همدغه ترتیب به بشار الاسد د راتلونکو اوو کلونو لپاره نور هم د سوریې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.


