ويب ډیسک
د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی،بینون سیوان وایي، ولسمشر غني د ډاکتر نجیب الله له مشابه وضعیت سره مخ کېدونکی دی.
بینون سیوان له المان غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، باور لري چې د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له وخت سره ډير ورته والی لري.
نوموړی وایي،امریکا او د ناټو غړي هیوادونه به افغانستان یوازې پریږدي او ممکن ولسمشر غني د ډاکترنجیب الله له مشابه وضعیت سره مخ شي.
بینون سیوان په ۱۹۹۰ کلونو کې د ډاکتر نجیب الله او افغان مجاهدینو ترمنځ د منځګړيتوب رول درلوده.


