دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني: هندوان او سیکان هیواد په ځلانده تاریخ کې ډېر اوچت...

اشرف غني: هندوان او سیکان هیواد په ځلانده تاریخ کې ډېر اوچت ځای لرئ

ویب ډیسک

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه له هند څخه راستنو شویو افغان هندوانو او سیکانو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست، له هند څخه د دغو راستنو شویو څلوېښت کورنیو، له دوی سره د شویو خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستو او بېلابېلو ادارو او وزارتونو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه د شوې همغږۍ او اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د افغان هندوانو او سیکانو په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار سندپال سنګ خالصه او د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار او د افغان هندوانو او سیکانو سرتاسري شورا یو شمېر استازو له جمهوررئیس څخه دغو راستنو شویو کورنیو سره د مرستو له امله مننه وکړه او همدارنګه یې له جمهوریت، د سولې پروسې او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی همدارنګه د زده کړو، کانکور ازموینې، لوړو زده کړو، امنیت، سرپناه او د افغان هندوانو د عام المنفعه او شخصي جایدادونو د غصب او خرڅلاو ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې او وړاندیز یې وکړ چې د افغان هندوانو او سیکانو د پېژندنې څېړنيز مرکز دې ایجاد او په تقویم کې دې یوه ورځ د دوی د فرهنګ په نوم ونومول شي.

جمهوررئیس دغو راستنو شویو افغان هندوانو او سیکانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو د هیواد په ځلانده تاریخ کې ډېر اوچت ځای لرئ او هیله ده یو ځل بیا په هیواد کې د سوداګرۍ، هوساینې او همدلۍ لامل شئ. تاسو د افغاني ټولنې نه جلاکېدونکې برخه یاست.

جمهوررئیس د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار کې د بابانانک چینې تړون دې منځمهاله او پر بیارغاونې دې پانګونه وشي. د ګردېز زاړه ښارګوردواره دې خوندي او د بیارغاونې پروژو کې شامله شي.

د هیواد جمهوررئیس عدلیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په ګډه دې د افغان هندوانو او سیکانو ټول عامه ځایونه تشخیص او له غصب او خرڅلاو څخه خوندي شي.

جمهوررئیس د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار او کابل کې د افغان هندوانو او سیکانو د ښوونځیو ستونزه دې په دوه اونیو کې حل او ژر تر ژره دې بېرته پرانیزي او لوړو زده کړو وزارت دې د تېر په څېر د دوی د نومرو د اوسط سنجش ته پام وکړي.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې علومواکاډمي دې کوشاني څېړنیز مرکزکې د افغان هندوانو او سیکانو څېړنیز مرکز هم ورزیات کړي او په تقویم کې دې یوه ورځ د افغان هندوانو او سیکانو د فرهنګي ورځې په نوم درج شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه