ویب ډیسک
د مسکو په غونډه کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سياسي دفتر ریس ملا برادر د وینا په مهال وویل زموږ ملت له څلوېښتو کلونو راهیسې له ستنونزو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دی. د افغانستان اسلامي امارت تقریبا 27 کاله وړاندې د هیواد او ولس د ژغورنې او حفاظت لپاره د عالیقدر امیر المومنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ را منځ ته شو.
اسلامي امارت داسېذد نامساعدو شرایطو له شتون سره سره داسې ځانګړتیاوې لرلې چې ټوله نړۍ اعتراف پرې کوي
هیواد له تجزیې څخه ژغورل
ډاډمن امنیت
د ولس د سر، عزت او مال حفاظت
د اخلاقي او اداري فسدونه له منځه وړل.
د مخدره موادو پر ضد موثره مبارزه ـ ددې پر ځای چې نړیوالې ټولنې له اسلامي امارت سره مرستې کړې وای تر څو هیواد پر مختګ کړی وای او ولس نور هم هوسا او ارام شوی وای، بر عکس بندیزونه يې ولګول
وروسته امریکا یرغل وکړ ـ افغان اولس د اسلامي امارت تر قیادت لاندې دخپلې ایماني او ملي وجیبې پر اساس د یرغل په وړاندې ودرید ـ او هم یې له سياسي ادرس څخه نړیوالو ته په خپل پیغام رسولو پیل وکړ. تر دې چې په 2019 کې په دوحه کې له امریکایانو سره رسمي مذاکرات پیل شول.
له 18 میاشتو مذاکراتو وروسته په 2019 / 2/ 29 د نړیوالو په وړاندې توفقنامه لاسلیک شوه. چې په 4 مهمو برخو مشتلمه ده:
په 14 میاشتو کې به ټول خارجي ځواکونه وځي.
د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغې د متحدینو د امنیت پر ضد نه استعمالېږي.
6شپږ زره بندیان به خلاصېږي.
او ور سره به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي ـچې په نتیجه کې به د یو نوي اسلامي نظام په رامنځ ته کیدو سره دایمي او هر اړخیزه اوربند منځ ته کېږي.
په توافقنامه کې د طرفینو مسولیتونه واضح شوي دي.
اسلامي امارت خپلو ژمنو ته پوره التزام کړی او له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لري.
د توافقنامې له مخې 6زره بندیان خوشي شول ـ بین الافغاني مذاکرات پیل شول ـد عملیاتو کچه په کافي اندازه را ټيټه شوه.
که توافقنانه پوره توګه عملي شي شته ستونزې به ور سره هوارې شي.
ملا برادر زیاته کړه اسلامي امارت په کافي کچه عملیات راټیټ کړی.
بر عکس مقابل لوري خپلو مسولیتونو ته پوره التزام نه دی کړی
دتوافقنامې له لاسلیک وروسته يې تر زرو ډېرې تخطیانې کړې دي ـ چې موږ له نړیوالې ټولنې او هیوادونو سره وخت په وخت شریکې کړې دي.
پاتې بندیان نه دي خلاص شوي. تور او جایزه لیستونه نه دي ختم شوي ـ فعلا بین الافغاني مذاکرات روان دي ـ باید په وړاندې د پرتو خنډونو لیرې کولو کې یې کوشش وشي.
هغه وویل موږ داسې یو افغان شموله اسلامي نظام غواړو چې د ولس استازیتوب وکړی شي. شته ستونزې هوارې کړې ـ د هیواد او ولس د استقرار او هوسایی لپاره کار وکړي ـ
اسلامي امارت په دې اړه هم هوډ هم وړتیا او هم تجربه لري. نور افغاني جهتونه هم بعید خپل مسؤلیت ادا کړي.
ملا برادر زیاتوی چې د دوحې تړون د هیواد د ستونزو لپاره ښه او مؤثره لار ده.
موږ له ټولو نړیوالو څخه غواړو چې د شته ستونزو په هواري کې له افغان ولس سره مرسته وکړي ـ ځکه د افغانستان ثبات او استقرار د ټولو لپاره مهم دی او خپل اغیز پرې لرلی شي.
د مخدره توکیو مسله هغه نړیواله ستونزه ده ـچې راتلونکی اسلامي نظام به یې په اړه له نړیوالې ټولنې سره دهمکارۍ له لارې داسې لارې چارې ولټوي چې هم یې د خپل ولس پکې خیر وي او هم د نړیوالو او ګاونډیانو.
موږ نه د چا په داخلي چارو کې مداخله کوو او نه هم چا ته اجازه ور کوو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي ـ
هغه زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې یو با ثباته خپلواک اسلامي نظلم غواړو چې هم خپله په آرامه فضاء کې ژوند وکړي او هم سیمه او نړۍ له افغانستان څخه ډاډه وي.
په دې هڅو کې باید د افغانانو اسلامي ارزښتونه، خپلواکي او ملي مصالح په نظر کې ونیول شي.
افغانان پرېښودل شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.


