یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس غني: خبریالان نه یواځې د بیان ازادۍ، بلکې د افغانستان د...

جمهوررئیس غني: خبریالان نه یواځې د بیان ازادۍ، بلکې د افغانستان د راتلونکي مدافعین دي

ویب ډیسک

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د خبریال ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شول، د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، خبریالانو، د هیواد د مرکز او ولایتونو د رسنیو یو شمېر کارکوونکو او د شهیدو خبریالانو د کورنیو غړو حضور درلود.

په دغو مراسمو کې جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې د میدان وردک ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د هوایي ځواک چورلکې په ویشتل کېدو خواشيني څرګنده کړه وې ویل، له اړوندو مسوولینو به پوښتنې وشي او د دغې پېښې عاملین به مجازات شي. هغه ټینګار وکړ، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینه به هیڅ وخت ضایع نه شي.

جمهوررئیس زیاته کړه: د بیان له ازادۍ څخه د جمهوري ریاست او په مجموع کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت واضح اعلان؛ اصلي، بنیادي او اصولي دی او په دې برخه کې هیڅ راز شک او شبه نشته.

جمهوررئیس غني د بیان ازادۍ شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو پر مهال وویل، له خبریالانو او رسنیو زموږ ملاتړ یواځې په خبرو نه دی، بلکې نن ما، لومړۍ مېرمن او د خصوصي سکتور یو شمېر بنسټونو د خبریالانو له صندوق سره ۸۴۳ زره ډالر مرسته وکړه.

محمداشرف غني د دې په بیانولو سره چې د بیان ازادۍ مډال د ایجاد فرمان به صادر کړي وویل، افغانستان له ازادۍ پرته ژوند نشي کولای او دیکتاتوري په دې وطن کې نتیجه نه ورکوي. ۱۴۰ کاله کېږي چې افغانانو د بیان ازادۍ په لار کې قرباني ورکړې، په دې لار کې سل څېرو کار او هڅه کړې او تاسې د هغوی وارثان یاست.

جمهوررئیس وویل، یو جدول دې ترتیب او خبریالان دې اطلاعاتو ته د لاسرسي له اړخه ټولو دولتي ادارو ته نمره ورکړي. همدا راز د خبریالانو امنیت د دولت دنده ده او په دې برخه کې باید یوه طرحه ولرو.

د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل، د بیان پر ازادۍ برید د افغانستان پر راتلونکي برید دی. هغه اطلاعات چې تاسې په میړانه او قربانۍ ترلاسه کوئ، زموږ لپاره ډېر زیات مهم او د درناوي وړ دي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ۴۲ کلن تاوتریخوالي ملي بحث ته اړتیا لري چې باید پایته ورسېږي او تاسې خبریالان نه یواځې د بیان ازادۍ، بلکې د افغانستان د راتلونکي مدافعین یاست.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش په خپلو خبرو کې دېته په اشارې چې د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي دوسیو ته رسېدګي کېږي وویل، په هیواد کې د بیان ازادي په ډاګه کوي چې زموږ په خلکو کې د ازادۍ فکر موجود دی، موږ د ملي یووالي او تنوع د پیاوړتیا لپاره سوله غواړو، نه د انحصار لپاره. د بیان له ازادۍ ملاتړ خپل حق بولو او دفاع ترې کوو، د استبداد او زورګویۍ دوره پایته رسېدلی ده.

په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژيکو اړیکو ادارې رئیس وحید عمر د خبریال ملي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، تېرکال د ټولو لاسته راوړنو باوجود زموږ د رسنیو لپاره سخت کال وو او په تېر یوه کال کې زموږ د رسنیو ۱۳ تنه همکاران شهیدان شول. هغه په ټینګار سره وویل، د ټولو ستونزو باوجود رسنیو او بیان ازادۍ ته زموږ ژمنتیا د تل په څېر پر ځای ده.

په یادو مراسمو کې د اطلاعاتوفرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر وویل، د جمهوررئیس تر زعامت لاندې حکومت تل له خبریالانو سره همکاري کړې او له دوی یې بېساری ملاتړ کړی دی.

همداراز په دغو مراسمو کې محمدحامد پویا، زرغونې صالحي، مېرویس ستانکزي او د شهېدې ملالۍ میوند پلار ګل ملا د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو له هغې جملې د خبریالانو د لازیات ملاتړ، اطلاعاتو ته د غوره لاسرسي او د وروستیو دوو لسیزو په ځانګړي ډول د بیان ازادۍ د ساتنې په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د خبریال ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ۱۳ شهیدو خبریالانو ته چې خپلې دندې یې په اخلاص، مېړانه او بې طرفۍ ترسره او خلکو ته د خدمت په لار کې شهیدان شول د میرمسجدي خان او مېوند معرکې اتلې ملالۍ دولتي مډالونو د ورکړې او د مطبوعاتو او بیان ازادۍ په برخه کې د عبدالحمیدمبارز د هڅو د قدردانۍ په خاطر، د جمهوري ریاست د عامه اړیکو او ستراتېژيکو چارو ادارې رئیس وحید عمر د جمهوررئیس دوه فرمانونه ولوستل، وروسته جمهوررئیس غني عبدالحمید مبارز او د شهیدو خبریالانو ورثې ته یاد مډالونه ورکړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه