یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمسکو اعلامیه: اسلامی امارت  د بیا راتګ  سره مخالفت شوی

مسکو اعلامیه: اسلامی امارت  د بیا راتګ  سره مخالفت شوی

ویب ډیسک

د مسکو ناستې اعلامیه کې د طالبانو د اسلامي امارت له بیا راتګ سره مخالفت شوی .
خو د همه شمول حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې.

مسکو کې د ترویکا پلس هیوادونو روسیې، چین، امریکا او پاکستان له لوري په خپره شوې مشترکه اعلامیه کې له ټولو خواوو غوښتل شوي څو د سولې پروسه جټکه کړي او په اساسي مسائیلو خبرې وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان خلک په دې هېواد کې د جګړې پای ته رسیدل غواړي، ښکیل لوري باید د تاوتریخوالي کچه کمه کړي او طالبان باید د پسرلني عملیاتو له اعلان ډډه وکړي څو سیاسي حل لاره رامنځ ته شي.

په دې اعلامیه کې له ښکېلو لوریو یې غوښتنه شوې، څو بین الافغاني خبرو کې په اساسي مسائیلو خبرې کړي او د همه شمول حکومت جوړېدو لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې داسې سیاسي حل غواړي، څو افغانستان سولې، خودکفايي او روښانه راتلونکي ته ورسوي.
دوی ویلي، چې د سولې هغه توافقنامه تاییدو، چې د ښځو او ماشومانو په شمول د ټولو افغانانو حقونو ته پکې درناوی شوی وي.

ددې اعلامیې په پای کې د افغان سولې برخه کې د نړیوالو ادارو له هڅو قدرداني شوې او د افغانستان د سولې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په توګه د ژان ارنولټ له ټاکل کېدو یې مننه کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه