یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیاسین ضیا د ملي دفاع وزارت او حیات الله حیات د کورنیو...

یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت او حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت د سرپرستانو په حیث ټاکل شوي دي.

ویب ډیسک
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي،د ولسمشر د حکم پراساس، یاسین ضیا به د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد تر رغېدو او بېرته را ستنېدو پورې د دغه وزارت چارې پرمخ وړي.

ولسمشر غني په یوه بل حکم کې د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او محمد ایوب سالنګي یې د یاد وزارت د مرستیال په حیث ټاکلی دی.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي، دغه ګومارنې د امنیتي سکتور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د بهبود، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ مېلادي کال پورې د پر ځان بسیا کېدنې د اجنډا د ښه تطبیق په موخه شوي دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه