حزب اسلامي سر له سبا کابل کې ستر لاریونونه پیلوي.

0
164

ویب ډیسک
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال حکومت ته لس ورځې مهلت ورکړ څو له حزب اسلامي سره د سولې کړې توافقنامه عملي کړي د دوی پاتې درې زره بندیان ازاد کړي او د مهاجرینو بېرته راستنېدو لپاره زمینه مساعده کړي.
حکمتیار وايي که یې غوښتنې ونه منل شي دغه اعتراضونه به د کابل په شمول نورو ولایتونو کې هم پیل کړي او اوسنی حکومت به استعفا کولو ته مجبور کړي.