ویب ډیسک
طالبانو په پاکستان کې د امریکا د پوځي اډو جوړېدو په غبرګون کې ویلي، له ګاونديو هیوادونو غوښتنه کوي چې چاته د داسې اقدام او فرصت اجازه ورنه کړي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي ویلي، ګاونډي هیوادونه باید دې کار ته اجازه ورنه کړي، خو په وینایې که داسې کوم ګام اخیستل کېږي، دا به یوه لویه او تاریخي غلطي او بدنامي وي، چې په وینایې پیغور به یې په تاریخ کې ثبتېږي.
طالبان وایي، دوی به د دې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي او د هر ډول ناخوالو او مشکلاتو مسئولیت به هم د هغه چا پرغاړه وي، چې د دې ډول اشتباهاتو مرتکب کېږي.
دا په داسې حال کې چې د طالبانو رهبرۍ شورا پاکستان کې د امریکا پوځي اډو د جوړېدو په اړه خپلمنځي مجلس کړی او په دې مجلس کې د طالبانو جګپوړو مشرانو برخه اخیستې وه او په دې خبرې شوي، چې دغه پوځي اډې څومره د دوی په زیان تمامېدای شي.


