دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي اردو:د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې پوځي عملیات پای ته...

ملي اردو:د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې پوځي عملیات پای ته رسولي او د ښار د امنیت په اړه اندېښنې لیري سوي دي.

ویب ډیسک
په هلمند کي د ملي اردو مسوولین وايې چي د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې پوځي عملیات پای ته رسولي او د ښار د امنیت په اړه اندېښنې لیري سوي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات په یوه مطبوعاتي ناسته کي خبریالانو ته وويل چي د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیاتو کي يې هغه سیمي بیرته تر دولتي حاکمیت لاندي راوستلي چي د څلورو اونیو په موده کي سقوط سوي وې.

سادات زیاتوي چي د لښکرګاه ښار د دایمي امنیت لپاره امنیتي کمربند د ښاري سیمو پر ځای د ښار په ګاونډيو ولسوالیو کي جوړ سوی دی.

دا څرګندوني په داسي مهال کيږي چي شاوخوا یوه میاشت وړاندي پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو د ډله ییزو حملو له امله د ښار د سقوط په اړه اندېښنې زیاتي سوي وې .

خو بلخوا د هلمند ولایتي شورا وايي چي لاهم په دې ولایت کي امنیتي ګواښونه موجود دي.
د ولایتي شورا رئیس وايي، چي که څه هم وروستي پوځي عملیات د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره اغېزمن دي خو دوی تمه لري چي د هلمند امنیت ته اساسي پاملرنه وسي.

له دې سره، سره لاهم د کندهار – لښکرګاه لویه لاره له امنیتي پلوه ګڼي ستونزي لري.

دغه لویه لاره د لښګرګاه ښار لپاره یوازنۍ مواصلاتي لاره ده چي له تیرو ۶ میاشتو راهیسي ورباندي وسله وال طالبان پراخ حضور لري او کله نا کله د ترافیکو پرمخ په بشپړه توګه وتړل سي.
جنرال سمیع سادات وايي چي د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د امنیت لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه