دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت: ۱۸۶ طالبان په عملیاتو کې وژل شوي

دفاع وزارت: ۱۸۶ طالبان په عملیاتو کې وژل شوي

ويب ډیسک

د ملي دفاع وزارت وایی چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۸۶ طالبان ووژل شول، ۹۴ ټپیان شول.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۲۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، نورستان، لغمان، لوګر، مېدان وردګ، زابل، ارزګان، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، بدخشان او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه