یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا:افغانستان حکومت سره په نږدې همغږۍ د سولې د ملاتړ لپاره خپلو...

امریکا:افغانستان حکومت سره په نږدې همغږۍ د سولې د ملاتړ لپاره خپلو ډیپلوماتیکو همکاریو ته دوام ورکړي

ویب ډیسک
د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امینت سلاکار جیک سالیوان سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ټلیفوني خبرې

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، خپل امریکایي سیال جیک سالیوان سره ټلیفوني خبرې وکړې. دواړو لوریو په دیپلوماتیکو، امنیت، افغانستان ته د سولې د راوستلو لپاره تروریزم سره د مبارزې او سیمه ییزو ګټو په برخو کې د نږدې همکاریو او مشورو پر دوام، ټینګار وکړ.

 

د هیواد ملي امنیت سلاکار وویل، افغان حکومت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د جمهوررئیس بایډن پرېکړې ته درناوی لري او همداراز به د افغانستان او متحدو ایالتونو ترمنځ بنسټیز مشارکت دوام ومومي.

 

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه: افغانستان به د متحدو ایالتونو او د افغانستان د نورو متحدینو د دیپلوماټیکو ادارو (سفارتونو) امنیت تامین کړي.

 

ښاغلي سالیوان وویل، متحده ایالات ژمن دي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکارۍ، انکشافي مرستو او ټولو افغانانو په ګټه د سولې راوستلو لپاره د افغانستان له هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

همداراز ښاغلي سالیوان څرګنده کړه، متحد ایالات به د افغانستان حکومت سره په نږدې همغږۍ د سولې د ملاتړ لپاره خپلو ډیپلوماتیکو همکاریو ته دوام ورکړي.

د دواړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پر راتلونکو متقابلو ګټو او ګډو موخو به خپلو نږدې مشورو ته دوام ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه