لیک: احمد بلال ساجد
ځینې کلمې په اضافي اړیکه کې غلطې کارول کېږي، چې له اصلي مفهوم سره ټکر لري؛ لکه: (د کاتب پوهنتون، د کابل پوهنتون، د وزیر اکبرخان روغتون) او … . په پښتو کي فورمول داسي دی، چې اول د اضافت وييکی (توری) راځي، بیا مضافالیه او بیا مضاف راځي. په دغه اړیکه کې د اضافت د ویيکي په واسطه مضافالیه، مضاف مشخص کوي؛ یعنې ټاکي يې، کله چې وټاکل شو، معنا یې مشخصه شوه، په هماغه نامه پورې اړوند شو.
د کاتب پوهنتون: د کاتب په واسطه د پوهنتون کلمه وټاکل شوه. د دغه معنی دا ده، چې دغه پوهنتون د کاتب دی، هغه جوړ کړی او تر هغه پورې اړه لري، خو په اصل کې پوهنتون د بل چا دی، کاتب یوازې د دغه پوهنتون د پېژندنې لپاره یو نوم دی او دغه پوهنتون د ټولو خلکو لپاره جوړ شوی دی. دلته د (د) د اضافي وییکي په واسطه د (پوهنتون) نوم (کاتب) ته ځانګړی شو؛ نو چې کاتب ته ځانګړی شو، معنی یې دا شوه، چې بل څوک (د کاتب پوهنتون) ته د ورتللو حق نه لري. که غواړو، چې سمه بڼه یې ولیکو، بیا نو (کاتب پوهنتون) باید ولیکل شي، تر څو هغه مفهوم افاده کړي، کوم چې موږ غواړو.
د کابل پوهنتون: دا په دې معنا چې پوهنتون د کابل دی، د کابل لپاره ځانګړی شو؛ خو که ووایو(کابل پوهنتون)، بیا دا معنا لري، چې هر څوک پکې زدهکړې کولی شي، تنها د کابلیانو لپاره نه دی. په دغه رقم لیکلو(کابل پوهنتون) چې موږ د کوم مفهوم توقع لرو، هغه به مو په سم ډول ادا کړی وي.
د وزیر اکبر روغتون: وزیر اکبر خان خو نشته وفات دی او نه اوس روغتون ته اړتیا لري او نه معالجي ته. که موږ یې په همدې بڼه وکاروو، په دې معنی چې د وزیر اکبر روغتون دی. که (وزیر اکبر خان) روغتون یې وبولو، په دي معنی چې د وزیر اکبر خان په نوم دا روغتون نومول شوی، نور د وزیر اکبر خان نه دی.
په یو اضافي عبارت کې دغه درې عناصر شته: (د) د اضافت توری، مضافالیه او مضاف. کله چې وایو (د همت قلم) معنا دا چې قلم د همت ملکیت دی. (د) د اضافت توری دی، (همت)مضافالیه او (قلم) مضاف دی. زموږ لیکوال په ډېری ځایونو کې د اضافت (د) پر خپل ځای سم نه استعمالوي؛ لکه:
د رحمان بابا عالي لیسه
د کابل پوهنتون
د وزیر اکبر خان روغتون
د کابل بانک
د اکثرو نورو ګرامري تېروتنو په شان، زموږ ژبې ته دغه ستونزه د فارسي عبارتونو له ناسمې ژباړې څخه را ننوتلې ده. په فارسي ژبه کې د ملکیت یا نسبت علامه د اضافت (کسره) ده، چې لیکل کېږي نه، خو په تلفظ کې ویل کېږي؛ لکه: (قلمِ همت) یعنې (د همت قلم) خو په فارسي کې دغه (کسره) یوازې د نسبت علامه نه ده، دا د صفت او موصوف تر منځ هم راځي؛ د بېلګې په ډول:
(قلمِ سبز) معنا (شین قلم). په فارسي کې صفت تر موصوف وروسته راځي، نو که د دواړو تر منځ کسره نه وي تلفظ یې ګرانېږي؛ خو په پښتو کې بیا اول صفت راځي بیا موصوف. دغه پورته نومونه؛ لکه کابل، رحمان بابا او وزیر اکبر خان د دغو ځایونو د مالکانو نومونه نه دي، بلکې د دغو ځایونو د پېژندنې لپاره راغلي دي. په دې ټولو نومونو کې (د) بېځایه او ناسم راغلی دی، باید دغه پورته نومونه او عبارتونه بې (د) ولیکل شي، تر څو هغه معنی افاده کړي، چې موږ یې غواړو؛ لکه: رحمان بابا عالي لېسه، کابل پوهنتون، وزیر اکبر خان روغتون او کابل بانک.
البته کله چې داسې مرکب نومونه پخپله د مالک په توګه استعمالېږي، هغه مهال بیا په سر کې(د) غواړي، لکه ( د کابل پوهنتون رییس) چې دلته (رییس) په کابل پوهنتون پورې اړه لري. یا (د آریانا افغان هوايي شرکت الوتکه) چې الوتکه د آریانا افغان هوايي شرکت ملکیت دی.
پورته بحث ته په کتو ټول تړلي مورفیمونه په لیکوالۍ کې ښکاره ونډه لري او پکار ده چې په کارؤنه کې یې ډېر له دقت څخه کار واخیستل شي. که هر یو تړلی مورفیم پر خپل مناسب ځای ونه کارول شي، د جملې، فقرې او عبارت معنا لوستونکی په شک او ابهام کې اچوي، څه چې د لیکوال مطلب وي هغوی به یې خپل هدفي لوري ته نه وي رسولي. پورته بېلګو ته په کتو د یو (د) کارؤنه څومره معنا بدلوی رابدلوی شي.


