یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبخته انا ( بخت نامه کاکړه ) دجنوبي پښتونخوا ملي مبارزه

بخته انا ( بخت نامه کاکړه ) دجنوبي پښتونخوا ملي مبارزه

لیک: ډاکټر لطیف یاد
بخته انا چې په بخت نامې کاکړې سره هم مشهوره وه په اصل کې دجنوبي پښتونخوا دهندوباغ سنځر خېله کاکړه وه . سنځر خیل دکاکړو پښتنو یوه پښه ده او په نورو ډیرو څانګو او خیلونو ویشل شوي دي .

بخته انا هم دهغو ملي مبارزینو نه وه چې دانګریزي ښکیلاکګرو په وړاندې یې مبارزه کوله او د پښتنو ملي احساسات یې راپارول ا و دهغوی پر خلاف یې په ډیرو جګړو کې ګډون هم کړی و..

بخته انا دانګریزي ښکیلا کګرو نه ژوره کرکه درلودله او هغو ی یې خپل دهیواد دښمنان بلل .دغه اتله وروسته په ۱۹۳۲ زیږدیز / میلادي کال کې دانګریزي ښکیلالګرو له خوا په دې جرم ونیوله شوه چې دانګریزانو په وړاندې یې دپښتنو احساسات او جذبات راپارول اودوی دغه ملي مبارزه دمچھ (Machh)په زندان کې قیدکړه.

ډیرو پښتو شاعرانو دبختې انا دمبارزو په اړوند اشعار او کاکړۍ غاړې ویلي دي او ددې دمبارزو ستاینه یې کړې ده .
دبختې انا او د خپلواکۍ دنورو ملي مبارزینو او اتلانو ارواوې دې ښادې وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه