په سوات کې د نهه کلنې نجلۍ د جنسي تېري او وژنې پر ضد لاریون وشو

0
36

د سوات د مدین سیمې یو شمېر ښځو او نارینه‌وو د جمعې په ورځ د هغې نهه کلنې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ چې د پولیسو په وینا، تر وژل کېدو مخکې پرې جنسي تېری شوی و.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې او نجلۍ چې ویل کېږي یتیمه وه، یو سړي یوې ګاونډۍ کور ته بیولې وه. پولیس وايي، نوموړی کس سلطان محمد نومېږي او پر نجلۍ له جنسي تېري وروسته یې پرې ډزې کړې دي.

پولیسو ویلي چې شکمن کس یې نیولی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پېښې له خپرېدو وروسته په سوات کې پراخ غبرګونونه وښودل شول. د جمعې له لمانځه وروسته د مدین په مرکزي بازار کې ښځې او نارینه راټول شول او د تورن کس پر ضد یې شعارونه ورکړل. لاریون کوونکو له ځان سره بېلابېل شعارونه لیکل شوي بینرونه او لوحې هم لرلې.

لاریون کوونکو ښځو له پولیسو وغوښتل چې د تورن کس پر وړاندې سخته او عبرتناکه سزا یقیني کړي. ځینو ښځو غوښتنه وکړه چې شکمن کس دې دوی ته وسپارل شي، څو خپله سزا ورکړي.

وروسته لاریون کوونکي د صوبايي اسمبلۍ د غړي میان شرافت علي د استوګنځي پر لور روان شول او د تورن کس د سختې سزا غوښتنه یې وکړه.

د مدین د پېښې له امله د سیمې د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د ښځو، ترمنځ د ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.