ویب ډیسک
جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې رهبري پلاوي سره ناسته کې د دغې ادارې د اجرااتو او کړنو راپور واورېد.
په دغه ناسته کې چې په ارګې کې وشوه د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې لوی رئیس احمدجاوید رسولي د یادې ادارې د کړنو، اجرااتو او ننګونو د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، یواځې د روان کال په وري او غویي میاشتو کې ۱،۵ میلیون برېښنایي تذکرې وېشل شوي او په مجموعي ډول د ۴،۵ میلیونو نورو پراوونه بشپړ شوي دي.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ستونزو د حل په اړه پرمختګونه شوي، خو لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده.
جمهوررئیس څرګنده کړه، باید په افغانستان کې معلومات دیجیټلي شي، همداراز دې د معلوماتو او سروې څېړنه د بین المللي منل شویو معیارونو مطابق ترسره او ایجاد شوي سیستمونه دې په معیاري ډول پیاوړي شي.


