دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغني:موږ به پرافغاني تولیداتو زیات تمرکز وکړو

غني:موږ به پرافغاني تولیداتو زیات تمرکز وکړو

ويب ډیسک
په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې د فعالیتونو ارزول

جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (USAID) مسوولینو سره په ناسته کې په افغانستان کې د دوی د پروژو په اړه خبري وکړې.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه او د امریکا متحدو ایالاتونو سفیر هم حضور درلود، یادو مسوولینو په افغانستان کې د دیموکراسۍ، له فساد سره د مبارزې په ګډون د حکومتولۍ، د روغتیا او پوهنې سکتورونو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو د لازیات ملاتړ په برخو کې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه، معلومات وړاندې کړل.

دوی څرګنده کړه، د سولې په برخه کې زموږ ستراتېژي روان وضعیت ته په پام له دغې پروسې ملاتړ دی چې د تلپاتې او عادلانه سولې د ترلاسه کولو په برخه کې له افغانانو او دا چې دوی د سولې پروسې مالکان وي، مرسته او همداراز د اساسي خدمتونو وړاندې کولو او بشردوستانه مرستو په برخه کې به له دوی زیات ملاتړ وکړو.

جمهوررئیس غني د یادې ادارې د فعالیتونو مننه وکړه وې ویل، د افغان حکومت لومړیتوب د اوبو مدیریت او د کرنې پراختیا او همداراز پر پروسس او صادراتو تمرکز دی.

د هیواد جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې ولسي تړون زموږ موخه ده وویل، موږ به پرافغاني تولیداتو زیات تمرکز وکړو او د اساسي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې باید ستاسې مرستې نتیجه محوره وي.

جمهوررئیس وویل، د خدمتونو وړاندې کول باید اولویت بندي او پکې د ټولنې پر درې اقشارو چې ښځې، ځوانان او بې وزلي پکې شامل دي، زیات تمرکز کوو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلي یوو او په دې اړه به د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره زما د مشورو لړۍ دوام ومومي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه