دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمخزن افغاني چې په تاریخ خانجهاني سره هم مشهوردی

مخزن افغاني چې په تاریخ خانجهاني سره هم مشهوردی

ډاکټر لطیف یاد
لکه چې دمخه مې دخانجهان لودي په اړوند مقاله کې لیکلي و مخزن افغاني چې دتاریخ خانجهاني ، مرآ ة الافاغنه ، تاریخ افغاني ، تاریخ افغانیان او اصل ونسب افغانان په نامه سره هم یادیږي په هند کې د مغولي واکمنۍ دڅلورم واکمن نورالدین جهانګیر ( November 1605 October 1627 ) ددرباردمشهورو امیرانو نه یويښتون امیر پيرخان لودي چې وروسته دخانجهان لودي په نامه سره مشهور شو په سپارښتنې دخواجه نعمت الله هروي له خوا ولیکل شو او دتاریخ خانجهاني او مخزن افغاني په نامه ده ته منسوب شو.

حانجهان لودي سربېره پردې چې یو زړور انسان ودلیکوالانو ، شاعرانو او تاریخپوهانو قدر او درناوی یې کاوه نوځکه یې هیبت خان کاکړ افغانستان او دپښتنو سیمو ته ولیږه چې دپښتنو دانسابو او شجرو په اړوند معلومات راغونډ کړي او کله چې هیبت خان کاکړ بیرته هندوستان ته ورستون شونو دغه معلومات یې چې دپښتنو دانسابو او شجرو په اړوند راغونډ کړي وو هغه یې دخواجه نعمت الله هروي په واک کې ورکړل چې پرې یوتاریخ ولیکي .

که څه هم دمخزن افغاني دکتاب نه دمخه په هند کې دافغانانو په اړوند نور تاریخي کتابونه لکه تاریخ شیرشاهي په ( ۹۴۴ لیږدیز /هجري ) کال، واقعات مشتاقي په ( ۹۸۹ لیږدیز /هجري ) کال ، تاریخ شیرشاهي په ۹۹۴ لیږدیز / هجري کال ،داودي تاریخ په ( ۱۰۱۴-۱۰۳۷لیږدیز /هجري او تاریخ شیرشاهي په ۱۰۵۴ لیږدیز/هجري ) کال کې لیکل شوي وو، خو مخزن افغاني په ۱۰۲۱ لیږدیز/هجري کال هغه وخت چې جهانګیر لا ژوندی و بشپړ شواو دخانجهان لودي په نامه منسوب شو نو ځکه دغه تاریخ ته دمخزن افغاني دنوم سربیره دخانجهان لودي تا ریخ هم وایي .

لکه چې دمخه مو ورته اشاره وکړه په اصل کې دمخزن افغاني دتاریخ مولف او لیکوال خواجه نعمت الله هروي دحبیب الله زوی دی چې ځیني افغاني تاریخپوهان او له هغو نه ارواښاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبی عقیده لري چې دی دپښتنو نورزي قوم ته منسوب و .نورزي سړبني پښتانه دي چې دافغانستان په هرات ، فراه ، بادغیس، نیمروز، هیلمند ،کندهار ، روزګان او زابل کې هم استوګنه لري . دخواجه نعمت الله هروي پلار حبیب الله دمغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبرپه دربار کې چوپړ کاوه اوپه( ۱۰۰۳لیږدیز /هجري ) کال کې دهمدې پاچا دخدمت په وخت کې مړشوی دی، خو دده په اړوند دتاریخي څیړنو نه جوتیږي چې دده زوی نعمت الله هروي په ( ۹۹۳لیږدیز /هجري کال ) دخان خانان عبد الرحیم خان دشخصي کتابتون دچارومنتظم و اوبیاد (۱۰۰۶ لیږدیز/هجري) کا ل نه تر (۱۰۱۷ لیږدیز/ هجري) کاله پورې دجهانګیرپه دربارکې دتاریخ لیکونکې اوپېښيلیکونکي په توګه دنده درلودله .

خواجه نعمت الله هروي په (۱۰۱۷ لیږدیز /هجري ) کال دخانجهان لودي سره خپلې اړیکي نږدې کړې بیا دخپل ژوندپاتې برخه یې دهغه په چوپړ کې تېره کړه ، خو دده دعمر دوروستیوحالاتو په اړوند مې چې هرڅومرهڅیړنه اوپلټنه وکړه څه مې ونه موندل ،خو دومره ویلی شو چې نو موړی د( ۱۰۲۴ لیږدیز/هجري )کال پورې چې دمخزن افغاني د کتاب دپای ته رسیدلو کال دی ژوندی و.

دمخزن افغاني دتاریخ منابع اوسرچینې :

دمخزن افغاني دکتاب مو لف ددغه تاریخ په لیکلو کې دموثقواو کره مدارکو او منابعو نه ګټه اخیستلې ده. هغه کتابونه چې مولف پرې استنا دکړی دی ځینې یې په اوسنۍ زمانه کې زموږ په واک کې شته او ځینې یې نشته ، خو سره له دې هم نعمت الله هروي دمخزن افغاني په لیکلوکې له لاندنیو مشهورو کتابونو ډېره ګټه اخیستلې ده :
تاریخ طبری. تاریخ ګزیده ، تاریخ جهانګشای جویني ،تا ریخ اصناف الخلاېق، حبیب ا لسیر، روضته الاحباب ، مجمع الانساب ، مطلع الانوار، جهانګشای شاه شجاع ، تاریخ نظامي ، تاریخ شیر شاهي ، واقعات مشتا قي ، تاریخ نظام شاهي ، اکبرنامه ، جهانګیر نامه ، معدن اخبار احمدي ، تاریخ ابراهیم شاهي ، تاریخ حسین شاهي .
دمخزن افغاني دمطالبو تدوین :
دمخزن افغاني یا تاریخ خانجهاني ، لومړنۍ خبرې ، یو ه سرېزه ، اووه بابونه لري او هر باب بیاپه څو څپرکو ویشل شوی دی. په پای کې یو پایلیک ( خاتمه ) هم لري .

دمخزن افغاني دکتاب متن :

تاریخ خانجهاني یا مخزن افغاني چې په اصل کې دخانجهان لودي ژوند لیک او دافغانانو عمومي تاریخ دی چې دآدم علیه السلام نه نیولی دمخزن افغاني دتالیف ترکال ( ۱۰۲۴ لیږدیز/هجري ) پورې پیښې پکې لیکل شوي دي اوددې کتاب متن او محتویات په لاندې ډول دي :
لومړنۍ خبرې : چې پکې دمخزن افغاني دلیکلو وجه ، ددې کتاب د تدوین لارې چارې، ددې کتاب دتسمییې وجه او دمطالبو فهرست پکې راغلی دی.
سرېزه:دپیغمبرانو تاریخ له آدم علیه السلام نه تریعقوب علیه السلام پورې .
لومړي باب : دوه څپرکي لري .
لومړی څپرکی : ملک طا لوت اودبني اسرائیلو واکمنۍ ته دهغه رسیدل.
دویم څپرکی: حضرت سلیمان ( ع) او دبرخیازوي آصف ،دارمیازوی افغنه(افغان) ،پر بیت المقدس د بخت النصر ولکه او دارمیا دزوی افغنه لیږد غور او دسلیمان غره ته.
دویم باب: دخالدبن ولیدذکراوپه بصره ،حلب ، شام او عراق کې دده امارت . اودقیس ( عبدالرشید) له خوا داسلام منل چې دده دنسب لړۍ په پنځه څلویښتو پښتو کې حضرت ابراهیم خلیل الله ته رسیږي ،همداراز دده داخلافو یادونه چې دبني امیه ، غزنوي او غوري واکمنانو په وخت کې یې په هندکې ترسره کړي دي .
لومړی څپرکی: د هنددپښتون واکمن سلطان بهلول لودي ( ۸۵۵-۸۹۴ لیږدیز /هجري )ذکر اویادونه .
دویم څپرکی : دسلطان بهلول لودي دزوی سلطان سکندرلودي( ۸۹۴-۹۲۳لیږدیز/هجري ) ذکر او یادونه .
دریم څپرکی:دسلطان سکندرلودي دزوي سلطان ابراهی ملودي( ۹۲۳-۹۳۲لیږدیز/هجري )ذکر او یادونه چې دده دواکمنۍ په وخت کې په هند کې دلودي پښتنو واکمني ړنګه شوه او مغولو په هند کې سلطنت ترلاسه کړ.
څلورم باب : په هندکې دسوري پښتنودواکمنۍ ذکراو یادونه چې دغه باب پرڅلورو څپرکو ویشل شوی دی.
لومړی څپرکي :سوري شیرشاه ( ۹۴۷-۹۵۲لیږدیز/هجري ) چې مغولي واکمن همایون یې دهندله واکمنۍ نه خلع کړاویو ځل بیایې په هند کې دپښتنودسلطنت بنسټ کیښود .
دویم څپرکي :دشیرشاه سوري دزوی اسلام شاه( ۹۵۲- ۹۶۰ لیږدیز /هجري ) ذکراویادونه .
دریم څپرکي : داسلام شاه سوري دزوی فیروزشاه سوري ( ۹۶۰ لیږدیز /هجري ) ذکر اویادونه.
څلورم څپرکی : دمحمد عا دلشاه سوري واکمني ( ۹۶۰-۹۶۲لیږدیز/هجري ) اوله ایرانه په بربالیتوب سره دهمایون بیرته راتګ هند ته .
همداراز په دې څپرکي کې دپښتنو دهغو قبیلو یادونه هم شوې ده چې دهندپه ګوجرات ،مالوه اوبنګال کې دخپلواکۍغوښتنې لپاره راپورته شول او هغه کرلاڼي ، لواڼي او نورپښتانه قبایل چې په پای کې داکبر او جهانګیر دواکمنیو په وخت کې مغولو ته تسلیم شول.
پنځم باب :داباب پر څلوروڅپرکو ویشل شوی دی:
لومړی څپرکی: دخانجهان لودي دژوندانه حالات
دویم څپرکي : دخانجهان لودي دپلار ( دولت خان لودي ) دژوند انه حالات .
څلورم څپرکی : د( ۱۰۲۳ او ۱۰۲۴ لیږدیز /هجري کلونو پيښې او حوادث.
شپږم باب :په هند کې دافغانانو دسیمه ایزو(محلي )واکمنیو د سلسلوبیان
اووم باب : دهغوپيښو بیان چې دجهانګیر دواکمنۍ يه لومړیو لسو کلونوکې په هند کې رامنځ ته
شوي وې .
خاتمه: دهغو مشا یخو اوولیانو ذکراو یادونه چې دپښتنودټبرونو په منځ کې یې علم او پوهه خپروله او لارښوونې یې کولې .

دمخزن افغاني تاریخي ارزښت :

لکه چې دمخه مو ورته اشاره وکړه نعمت الله هروي دهند دمغولي واکمن نورالدین جهانګیر په دربار کې تاریخ لیکونکي و اوبیا وروسته ددخان خانان عبدالرحیم خان په شخصي کتابتون کې دکتابونو ، منتظم و، نو ده هڅه کړې ده چې دمخزن افغاني دتاریخ په لیکلو کې دهغو معتبرو آثارو نه ګټه واخلي چې په دغه کتابتون کې خوندي ول که چیرې د مخزن افغاني کتاب ولولو نو جوته به شي چې دغه کتاب تردویم باب وروسته ډیرپه زړه پورې دی ځکه چې په دغه کتاب کې په هند کې دلودي او سوري پښتنو واکمنانو ذکر او یادونه په بشپړ تفصیل سره پکې شوې ده .همداراز دهغو افغانان ذکر هم پکې شوي دی چې په هندکې یې جلا حکومتونه درلودل او دمغولو دحکومت پر خلاف یې مقاومتونه او مبارزې هم کړي دي .

باید زیاته کړم چې زما په اند دنوې تاریخپوهنې اوژبپوهنې په رڼا کې چې دکتاب مولف نعمت الله هروي پښتانه په بني اسرائیلو پورې تړلي دي دا یومردود نظر دی، ځکه داوسنۍ زبپوهنې په رڼا کې دعلمي پلوه ثابته شوې ده چې پښتانه آرین دي نه سا مي اوژبه یې هم دهندو -اروپایي ژبو په لړکې راځي او دعبري ژبې سره ددوی ژبه کوم تړاو نلر ي . خو دکتاب هغه برخه چې دهند دپښتنو په تیره بیا لودیانو او سوریانو په اړوند ده ډیره په زړه پورې ده .

دا کتاب په ۱۹۶۰ زیږدیز / میلادي کال د بنګله دیش دډاکې دپو هنتون له خوا دډاکټر امام الدین په مرسته چاپ شوی دی.خطي نسخې یې دنړۍ دبېلا بېلو هیوادونوپه کتابتونو کې خوندي دي خطي نسخې یې دهنددرامپور په کتابتون ،دپاکستان دپنجاب په شیراني کلیکشن کې، دډیلې دانجمن ترقي اردو په کتابتون کې ، دډیلي دجا معه ملیه اسلامیه په کتابتون کې، دډیلي دجامعه همدرد په کتابتون کې شته.دایران په ځینو کتابتونونو کې یې هم خطي نسخې پیدا کیږي. .همدارازروسیي الا صله آلماني لیکوال پر وفیسربرنارد ډورن(Bernhard Dorn )دغه کتاب په انګریزي ژبه ژباړلی او په (۱۸۳۹ زیږدیز /میلادي ) کال په لندن کې History oF Afghan په نوم چاپ شوی دي.دغه کتاب په پاکستان کې هم په اردوژبه ژباړل شوی اوچاپ شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه