لیک: ډاکټر: لطیف یاد
۱۷- جمعه خان الکوزی:
نوموړی د۱۲۰۲ لیږدیز/هجری کال دذیقعدې په میاشت کې دکشمیر افغاني صوبه دار افغاني صوبه دار وټاکل شو.دده دصوبه دارۍ په وخت کې عبدالله خان دکشمیر دسیمې دقاضي په توګه وټاکل شو .جمعه حان الکوزی یو عادل صوبه دارواوپه ۱۲۰۶ لیږدیز /هجري کال کې رحمت الله خان دهغه دناېب په توګه وټاکل شو. رحمت ا لله خان په کشمیر کې دکهکهه او بمبه دخلکو شورش او اړودوړ وټکاوه .جمعه خان الکوزی د۱۲۰۷ لیږدیز/هجری کال پورې دکشمیر دسیمې افغانی صوبه دار و چې بیا یې دهمدې کال دمحرم دمیاشتې په دیارلسمه نیټه یې ددې فاني نړي نه سترګې پټې کړې . په کشمیر کې دده دصوبه دارۍ موده څلورکلونه او اته میاشتې وه ، ترمړینې وروسته دڅه مودې لپاره د سید قمر الدین خان دمزار ترڅنګ ښخ و ، خو وروسته یې مړی کندهار ته یووړل شو.
۱۸- رحمت الله خان :
نوموړی دخپل پلار جمعه خان الکوزي تر مړینې وروسته په ۱۲۰۷ لمریز کال کې دکشمیر دسیمې دافغاني صوبه دار په توګه وټاکل شو. ده یوازې درې میاشتې اولس ورځې حکومت وکړ او دصوبه دارۍ چارې یې میرهزارخان ته ورپریښودلې .
۱۹ – میر هزارخان:
نوموړی په په ۱۲۰۷ لمریز کال دکشمیر دسیمې دافغاني صوبه دار په توګه وټاکل شو.نوموړی خواجه عیسی ته دکشمیر دصوبې دیواني چارې او قوام الدین ته دقضا او عدل چارې وروسپارلې . تر څو میاشتو وروسته ورته خبر ورسید چې درانی واکمن تیمورشاه په پیښورکې سخت ناروغه دی او کله چې ددراني تیمورشاه له مړینې نه خبرشو نو څو ورځې یې دهغه په تعزیت او ماتم کې تیرې کړې او کله چې دهغه زوی شاه زمان دخپل پلار تیمورشاه پر ځای دافغانستان واکمن شو نو په ۱۲۰۸ لمریز کال یې ده ته په کشمیر کې دصوبه دارۍ فرمان ورولیږه ، خو ترڅه مودې وروسته یې درانی واکمن شاه زمان ته دخراج ورکولو نه ډډه وکړه ،هغه وخت چې درانی واکمن شاه زمان خبرشو نو دده پلار میرزاخان یې ده ته ورولیږه چې نصیحت ورته وکړي او دخپلې سرغړونې نه یې واړوي ،
خو میر هزار په خپل سر کې دغرورنشه درلودله او دخپل پلار نصیحتونو ته یې غوږ ونه نیوه،بلکې کله چې دده پلار بیرته کندهار ته ورستون شو دزمان شاه له خوا بندي او زنداني شو . تر هغه وروسته زمان شاه یو بل پلاوی چې احمدخان شهنچي باشي او رحمت الله خان دجمعه خان الکوزي زوی هم پکې وو دمیرهزار دتادیب او تنبیه کولو لپاره دکشمیر سیمې ته ورولیږل. خو میرهزار خان جګړه ورسره پیل کړه .په پای کې دمیر هزارخان دلښکرو ځینې مشران لکه ځنګو خان ، علم خان ، میا خان او غلام علي خان دمیر هزار خان دلښکرو نه جلا شول او دددراني لښکرو
سره يوځای شول، میر هزار تردې وروسته په ځپل ځان کې ددراني لښکرو سره
دمقابلې توان ونه لید ، دښار خواته وتښتید او په خانقاه محلي کې پټ شو . دمیرهزار خان دصوبه دارۍ موده یو کال او دوه میاشتې وه چې درانی زمان شاه دهغه پر ځای رحمت الله خان ته دکشمیر دصوبه دارۍ چارې ور وسپارلې .


