ویب ډیسک
د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د سیدالشهدا ښوونځي بیارغونه د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوه او ټاکل شوې چې ډیر ژریې کارونه بشپړ او د زده کوونکو پرمخ به بیرته پرانستل شي.
دغه ښوونځی چې د کابل په لویدیځ کې موقعیت لري د شنبې ورځ دغویي (ثور) په ۱۸ نیټه د وسلوالو برید لاندې راغی، چې څه د پاسه ۱۰۰ تنه انجونو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او د ښوونځي زیاتې برخې یې ونړولې.
اوسمهال ددې ښوونځي پر ۸ بلا کونو د بیا رغونې کارونه د ملي پراختیا شرکت د افغانی و دانیز ریاست له لوري په چټکۍ روان دي.


