ویب ډیسک
د کورنیو چارو وزارت له لورې خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې ترورېستانو په څوم ځل د روژې په مبارکه میاشت کې لوی انساني جنایتونه خلق کړي دي. پرون د روژهماتی مهال ترهګرو د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د سیدالشهداء ښوونځي دروازې ته څېرمه برید ترسره کړ. په خواشینۍ سره چې په دې برید کې د ښوونځي د زدهکوونکو په ګډون زموږ څه باندې ۳۰ هېوادوال شهیدان شوي او څه باندې ۵۲ نور ژوبل دي.
دا پېښه هم د لوګر د پېښې په څېر چې د روژهماتي پر وخت یې محصلین په نښه کړي وو، د ښوونځي زدهکوونکي یې په نښه کړل. لکه څنګه چې ښوونځي او ښوونیز چاپېریالونه غیرنظامي ځایونه دي، له هر ډول تعرض څخه مصوون ګڼل شوي دي.
ترهګر له خپلې کمزورتیا او ماتې سره سم د ماشومانو، ښځو او زدهکوونکو پر وژلو لاس پورې کوي، چې دا کړنه په ټولو قوانینو کې مردوده ده او جنګي جنایت شمېرل کېږي.
دا او پر کابل پوهنتون د برید شباهت رسوي، چې طالبان د دې جنایتونو مسوول دي. طالبان پر ملکي ځایونو د بریدونو مسوولیت نه مني، خو پر کابل پوهنتون برید وښودله چې ترهګر طالبان چې کله ملکي اهداف په نښه کوي، نو په غیرمستقیمه توګه یې د نورو ادرسونو او ډلو په وسیله خپروي.
کشفي او استخباراتي برخې په چټکۍ سره کار کوي څو د دې جنایت مسوول پیدا او پر کابل پوهنتون د برید د طراح په څېر یې په عام محضر او د رسنیو په مخکې شومه څېره خکو ته ور وښيي.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوي او د څښتن تعالی له درباره شهیدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.
خو بل لورئ ته طالبانو دا برید غندلی او پړه ئی په حکومت اچولي


