ویب ډیسک
دملي دفاع وزارت خبر ورکړئ چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۸۸ طالبان ووژل شوي او ۱۳۲ نور ټپیان شوي دی.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۷۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، غزني، وردګ، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، فراه، جوزجان، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دی ویلي


