دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو امريکا او اروپايي هيوادونو ته اطمينان ورکړی چې دوی په افغانستان...

طالبانو امريکا او اروپايي هيوادونو ته اطمينان ورکړی چې دوی په افغانستان کې د واک انحصار نه غواړي

ویب ډیسک
طالبانو امريکا او اروپايي هيوادونو ته اطمينان ورکړی چې دوی په افغانستان کې د واک انحصار نه غواړي بلکه د دوی دريځ دا دی چې د افغانستان ستونزې بايد د خبرو له لارې هوارې شي.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند نعيم وردګ وايي, د طالبانو د مذاکراتي پلاوي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د ويډيو کنفرانس له لارې د امريکا , اروپايي اتحاديې , ملګرو ملتونو بريتانيا, جرمني او ناروې هيوادونو ځانګړو استازو غونډې ته په وينا کې ويلي, چې طالبان د واک انحصار نه غواړي بلکه له پيله يې دريځ دا و چې د افغانستان ستونزې بايد د خبرو له لارې حل شي.

طالبانو همداراز د اسلام او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته له ژمنتيا او د ملي ګټو او شريعت په چوکاټ کې د بيان د ازادۍ له تضمين ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا, ملګرو ملتونو او د اروپايي هيوادونو ځانګړو استازو په يوه اعلاميه کې په افغانستان کې د زور له لارې د طالبانو له قدرت ته رسېدلو سره مخالفت څرګند کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه