لیک: ډاکټر لطیف یاد
۳- راجا سوک جیون مل:
له نوموړي سره افغانی نامتو شخصیت سردارجهان خان ډیرې ښیګڼې کړې وې او دهغه داحسانونو پوروړی و ، خو سره له دې یې هم ددراني واکمنۍ پر خلاف دبغاوت جنډه پورته کړه ، ير کشمیر یې برید وکړ او دکشمیر ګورنرخواجه عبدالله خان یې دخپلو زامنو سره ووژل اوکشمیر یې تر خپلې ولکې لاندې راووست . راجا سوک جیونمل امر وکړ چې په کشمیر کې دې خطبه ددراني واکمن احمد شاه ابدالي پر ځای دډیلي دمغولي پاچا ( شاه والا ګوهر ) په نامه وویله شي . کله چې احمد شاه ابدالي دده دبغاوت خبر واورید نو شا غاسي عبدالله خان یې ددیرشو زرو سپرو سره په داسې حال کې چې سوړ ژمی پیل شوی و دسوک جیون دټکولو لپاره ولیږه ، خو سوک جیون ته ماتې ورکول څه آسانه خبره نه وه .وروسته بیا کله چې درانی احمد شاه بابا لاهور ته لاړه نو دجمو او دکو هستان دراجاګانو نه یې مرسته وغو ښتله او هغوی هم شل زره تکړه جنګیالي دا حمد شاه بابا په واک کې ورکړل او احمد شاه بابا لا دپخوانه دنورالدین خان بامیزي تر مشرتابه لاندې پنځوس زره تنه سپاره چمتو کړي وو . نورالدین خان بامیزي دتوسه میدان له لارې د ۱۱۷۵ لمریز کال د ذوالحجې په میاشت کې کشمیرته ورننوت او دسیو پای په پرګنه کې تم شو .دبلې خوا سوک جیون هم دشپیتو زرو لښکرو سره دجګړې لپاره تیاری نیولی واو په ډیر شان ا و پرتم سره یې په جګړې لاس پورې کړ. دجګړې په ترڅ کې دراجا سوک جیو ن دلښکرو مشر بخت مل دده نه جلا او ددراني پوځ سره یوځای شو چې په دې کار سره دده په پوځ کې ګډوډی رامینځ ته شوه اوسوک جیون مل ددراني لښکرو نه ماتې وخوړه او دیوه ژرنده ګړي پر لاس کښیوت او وونیول شو او وورسته بیا ووژل شو.
داسې ویل کیږي چې سوک جیون مل یو خوش طبعه سړی و. دعالمانو ، فاضلانو او شاعرانو قدریې کاوه . پخپله هم شاعرو او هره اونۍ به یې دمشاعرې غونډې جوړولې ، سوک جیون مل په کشمیر کې اته کلونه او څلور میاشتې واکمني وکړه او تر هغه وروسته ددراني واکمنۍ له خوا نورالدین خان بامیزی دیوې لنډې مودې لپاره دکشمیر افغاني حکمران وټاکل شو.
۴- نورالدین خان بامیزی:
نوموړی په ۱۱۷۶ لیږدیز/هجري کال کې ددراني واکمنۍ له خوا دکشمیر دسیمې دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست . نوموړی دلوړ همت او ښه مزاج او کړو وړو څښتن و. ده خپلو دوه تنو سلا کارانو عبادالله او خواجه عطاءالله ته دقدر او عزت په سترګه کتل او هغوی ته یې لوړې لوړې رتبې ورکړې او ملا قوام الدین یې دهغه ځای دقاضي په توګه وټاکه .کشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې
(دویمه برخه )
۳- راجا سوک جیون مل:
له نوموړي سره افغانی نامتو شخصیت سردارجهان خان ډیرې ښیګڼې کړې وې او دهغه داحسانونو پوروړی و ، خو سره له دې یې هم ددراني واکمنۍ پر خلاف دبغاوت جنډه پورته کړه ، ير کشمیر یې برید وکړ او دکشمیر ګورنرخواجه عبدالله خان یې دخپلو زامنو سره ووژل اوکشمیر یې تر خپلې ولکې لاندې راووست . راجا سوک جیونمل امر وکړ چې په کشمیر کې دې خطبه ددراني واکمن احمد شاه ابدالي پر ځای دډیلي دمغولي پاچا ( شاه والا ګوهر ) په نامه وویله شي . کله چې احمد شاه ابدالي دده دبغاوت خبر واورید نو شا غاسي عبدالله خان یې ددیرشو زرو سپرو سره په داسې حال کې چې سوړ ژمی پیل شوی و دسوک جیون دټکولو لپاره ولیږه ، خو سوک جیون ته ماتې ورکول څه آسانه خبره نه وه .وروسته بیا کله چې درانی احمد شاه بابا لاهور ته لاړه نو دجمو او دکو هستان دراجاګانو نه یې مرسته وغو ښتله او هغوی هم شل زره تکړه جنګیالي دا حمد شاه بابا په واک کې ورکړل او احمد شاه بابا لا دپخوانه دنورالدین خان بامیزي تر مشرتابه لاندې پنځوس زره تنه سپاره چمتو کړي وو . نورالدین خان بامیزي دتوسه میدان له لارې د ۱۱۷۵ لمریز کال د ذوالحجې په میاشت کې کشمیرته ورننوت او دسیو پای په پرګنه کې تم شو .دبلې خوا سوک جیون هم دشپیتو زرو لښکرو سره دجګړې لپاره تیاری نیولی واو په ډیر شان ا و پرتم سره یې په جګړې لاس پورې کړ. دجګړې په ترڅ کې دراجا سوک جیو ن دلښکرو مشر بخت مل دده نه جلا او ددراني پوځ سره یوځای شو چې په دې کار سره دده په پوځ کې ګډوډی رامینځ ته شوه اوسوک جیون مل ددراني لښکرو نه ماتې وخوړه او دیوه ژرنده ګړي پر لاس کښیوت او وونیول شو او وورسته بیا ووژل شو.
داسې ویل کیږي چې سوک جیون مل یو خوش طبعه سړی و. دعالمانو ، فاضلانو او شاعرانو قدریې کاوه . پخپله هم شاعرو او هره اونۍ به یې دمشاعرې غونډې جوړولې ، سوک جیون مل په کشمیر کې اته کلونه او څلور میاشتې واکمني وکړه او تر هغه وروسته ددراني واکمنۍ له خوا نورالدین خان بامیزی دیوې لنډې مودې لپاره دکشمیر افغاني حکمران وټاکل شو.
۴- نورالدین خان بامیزی:
نوموړی په ۱۱۷۶ لیږدیز/هجري کال کې ددراني واکمنۍ له خوا دکشمیر دسیمې دواکمنۍ پر ګدۍ کښیناست . نوموړی دلوړ همت او ښه مزاج او کړو وړو څښتن و. ده خپلو دوه تنو سلا کارانو عبادالله او خواجه عطاءالله ته دقدر او عزت په سترګه کتل او هغوی ته یې لوړې لوړې رتبې ورکړې او ملا قوام الدین یې دهغه ځای دقاضي په توګه وټاکه .
۵- بلند خان بامیزي :
تر نورالدین خان بامیزي وروسته بلند خان بامیزی ددراني واکمنۍ له خوا په کشمیر کې حکمران وټاکل شو . نو موړي هلته دوه کلونه حکمراني وکړه او وروسته په خپل طبیعي مرګ مړشو. تر هغه وروسته یو ځل بیا نورالدین خان بامیزی ددراني امپراتورۍ له خوا دکشمیر صوبه دار وټاکل شو .
( نوربیا )