یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروانه اوونۍ هم د اندخوی، سپین بولدک، تورغونډۍ، حیرتان او ابونصر فراهي...

روانه اوونۍ هم د اندخوی، سپین بولدک، تورغونډۍ، حیرتان او ابونصر فراهي ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بندېږي

ویب ډیسک

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندېدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ چې د غویې/ثور میاشتې ۲۳ مه نېټه کیږي، د اندخوی، سپین بولدک او تورغونډۍ (محصولي او ترانزیټي)، حیرتان او ابونصر فراهي د ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بندوي.

د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یادو ګمرکونو له لارې واردات او صادرات لري، غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي څو د توکو په طی مراحلو کې له ځنډ څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست له دې وړاندې هم د (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شیرخان بندر، خوست، پکتیا، آقینه، کندز، د کندهار، بلخ، هرات او حامد کرزي هوایې ډګرونو، ) د کمېشنکارانو یوزرونه بند کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه